1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغان ځواک د الوتکو د کارولو وړتيا نه لري»

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۲ تیر ۷, جمعه

افغان امنيتي ځواک ته بايد د څرخۍ او کارگو الوتکو رانيول وځنډول سي. د افغانستان د بيارغوني د څار امريکايي اداره په تازه رپوټ کي راغلي دي چي دغه ځواکونه له الوتکو څخه د کار اخيستلو مسلکي وړتيا نه لري.

https://p.dw.com/p/18xrY
TO GO WITH AFP STORY BY DAPHNE BENOIT A Russian Mi-17 transport helicopter flies over a field in the desert over Helmand province during a test flight for pilots of the Afghan National Army Air Corps with US Air Force soldiers on October 12, 2009. AFP PHOTO / ROMEO GACAD (Photo credit should read ROMEO GACAD/AFP/Getty Images)
Symbolbild Hubschrauber Mi-17 in Afghanistan Archivbild 2009انځور: Romeo Gacad/AFP/Getty Images

د افغانستان د بیا رغونې بهیر امریکایي څارونکي ادارې د جمعې په ورځ په یوه رپوت کې وویل چې امریکا افغان هوایي ځواک ته د روسۍ څرخي الوتکو او نورو تجهیزاتو پر رانیولو باندي نزدې۷۵۰ میلیونه ډالر مصرفوي.

په دغه رپوټ کې د يادي ادارې د مشر په حواله راغلي دي چې اوس افغان ځواکونه د دې مسلکي توان نه لري چې په مهمو عملیاتو کې له دغو الوتکو څخه کار واخلي، نو له همدې کبله باید د الوتکو د رانیول بهیر ودرول شي.

دغه رپوټ ښايي د امریکا متحده ایالاتو په کانگریس کې افغان ځواکونو ته د Mi-17 ډوله روسۍ څرخي الوتکو د رانیولو په اړه نوي بحثونه رامنځ ته کړي. دا ډول الوتکي د «روس ابرون اکسپورت» روسي دولتي شرکت له خوا تولیدیږي. دغه شرکت اوس د بشارالاسد رژیم ته هم وسلې ورکوي.

تر دې دمخه د جون میاشتې پر ۱۷ نیټه د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت یا پنتاگون ویلي ول چې له «روس ابرون اکسپورت» شرکت سره یې د ۵۵۴ میلیونو ډالرو په ارزښت یو تړون لاسليک کړی دی چې له مخې به یې دغه شرکت افغان هوایي ځواکونو ته Mi-17 ډوله څرخۍ الوتکې ورکړي.

پنتاگون روښانه کړې وه چې له دغو الوتکو څخه به د افغانستان ځانگړي ځواکونه په خپلو عملیاتو کې کار واخلي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د امریکا سنا د ۲۰۱۴ کال دفاعي پالیسي تصویب کړه چې پکې له روسي شرکتونو څخه د وسلو پر رانیولو باندې هم بندیز لگول شوی وو. د امریکا د ۲۰۱۳ کال په دفاعي پالیسي کې هم دغه موضوع شامله شوې وه.

که څه هم د امریکا سنا پر پنتاگون باندې له «روس ابرون اکسپورت» شرکت سر د تړون کولو له کبله نیوکي کړي دي، خو پنتاگون بیا استدلال کوي چې که څه هم دغه تړون یې په ۲۰۱۳ کال کې کړی دی، خو په هغه کې کارول شوي پېسې د ۲۰۱۲ مالي کال دي.

پنتاگون وایي له دې کبله چې د ۲۰۱۲ کال په دفاعي پالیسي کې له روسي شرکتونو سره پر پوځي تړونونو باندي بندیز نه وو لگول شوی، نو هغوی کولای شي د دغه کال د مالي امکاناتو په کارولو سره په ۲۰۱۳ کال کې هم له یوه روسي شرکت سره پوځي تړون لاسلیک کړي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند تر دې مخکې ویلي ول چې افغان خاصو ځواکونو ته د دغه ډول الوتکو رانیول ‌ډیر ضروري خبره ده، ځکه د هغه په خبره دغه ډول الوتکې د بېلابېلو عملیاتو د ترسره کولو توان لري او د افغان ځانگړو ځواکونو د عملیاتو له پاره ډیري مناسبي دي.

د Mi-17 ډوله څرخي الوتکو پر رانیولو سربیره د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت همداراز غواړي چې د افغان ځانگړو ځواکونو له پاره اته لس PC-12 ډوله کارگو الوتکې هم رانیسي.

پلان شوې ده چې افغان ځواکونه له دغو الوتکو څخه د ترهگرۍ او مخدره موادو پر ضد عملیاتو کې برخه واخلي. پنتاگون به PC-12 ډوله الوتکې په نوادا کې له Sierra Nevada Corp نومي امریکايي شرکت څخه رانیسي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بیارغونې د بهیر د څارنیزي ادارې مشر، ویلي دي چې د دغو الوتکو د رانیولو بهیر باید تر هغه وخته پوري وځنډول شي چې افغان ځانگړي ځواکونه خپل روزنه بشپړه کړي او د دې توان پیدا کړي چې له دغو الوتکو څخه کار واخلي.

د دغې ادارې له خوا په رپوټ کې همداراز راغلي دي چې یو بل عامل چې له کبله یې باید د دغو الوتکو د رانیولو بهیر ودرول شي، د افغانستان او امریکا متحده ایالاتونو د دفاع وزارتونو تر منځ د یوه تړون د لاسلیکدو بهیر ځنډیدل دي.

د دغه تړون له مخې به پنتاگون د افغان ځانگړو ځواکونو قومانده په لاس کې واخلي، خو دا هغه څه دي چې افغان حکومت یې تر اوسه پورې له منلو څخه ډډه کوي. دا په داسې حال کې ده چې په رپوټ کې د امریکایي چارواکو په حواله راغلي دي چې د تړون د لاسلیکدو تر وخته پورې د الوتکو د رانیولو د بهیر ځنډول ښايي د امریکا متحده ایالاتو هغه هڅې له ستوزو سره مخامخ کړي چې غواړي افغان ځانگړي ځواکونه وروزي.

په رپوټ کې زیاته شوې ده چې د پلان له مخې باید د افغان ځانگړو ځواکونو په دغه ډله کې د ۲۰۱۵ کال تر نیمایي پورې ۸۰۶ کسان شامل وای، خو په رپوټ کې راغلي دي چې د روان کال تر جنورۍ میاشتې پورې په دغه ډله کې یوازي ۱۸۰ کسان شامل ول.

رپوټ ویلي دي چې د دغې ډلې د غړیتوب له پاره د مناسبو کسانو د موندلو بهیر له ستونزو سره مخامخ شوی دی. امریکا متحده ایالات غواړي د ځانگړو ځواکونو په دغه ډله کې داسي کسان شامل کړي چې په انگلیسي یوه څه پوه شي او وشي کولای چې یوه ۱۸ میاشتنۍ رونیزه دوره په بریالیتوب سره پای ته ورسوي.

په رپوت کې همداراز ویل شوي دي چې اوس د افغان پیلوټانو د روزنې بهیر هم له ستونزو سره مخامخ شوی دی. پر دې سربیره ویل شوي دي چې داس انجینرانو په موندلو کې هم ستونزي موجودې دي چې په انگلیسي ژبه خبرې وشي کولای.

د رپوټ په حواله په دې برخه کې تر ټولو بله لویه ستونزه د افغان پیلوټانو له خوا په شپه کې د الوتنو ترسره کول دي. په رپوټ کې راغلي دي چې اوس د دغو ځانگړو ځواکونو د ۴۷ پیلوټانو له ډلې څخه یوازې اووه تنه یې د شپې له خوا د لیدونو په تجهیزاتو سمبال شوي دي.