1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغان پوځ ته دي د الوتکو رانيول بند سي»

نجيب الله زيارمل (انترفکس، دويچه ويله)۱۳۹۲ مرداد ۴, جمعه

د امريکا متحده ايالاتو د بشري حقونو يوه مخکښ سازمان د دغه هيواد له حکومت څخه غوښتي دي چي د افغانستان د پوځ له پاره د څرخي الوتکو د برابرولو په برخه کي له روسي شرک «روس ابرون ايکسپورت» سره همکاري قطع کړي.

https://p.dw.com/p/19EYa
انځور: Romeo Gacad/AFP/Getty Images

د «Human Rights First» سازمان له خوا په خپاره سوي راپور کي راغلي دي، چي «روس ابرون ايکسپورت» د سوريې جمهور رئيس بشارالاسد، ته د وسلو اصلي صادرونکو دی او کانگرس هم په صراحت سره له دغه شرکت سره قرارداد کول منع کړي دي.

په راپور کي زياته سوې ده چي پر دې سربيره هم پنتاگون له دغه شرکت سره د ماليه ورکوونکو د ميليونو ډالرو په ارزښت معامله کوي او د افغانستان د امنيتي ځواک له پاره څرخي الوتکي رانيسي

د امريکا ږغ راډيو د پنجشنبې په ورځ د راپور د ليکونکی سوني ايفرون، په حواله وويل: «د امریکا متحده ايالا په يوه عجيب و غريب حالت کي دي. له يوې خوا له هغه شرکت څخه وسلې رانيسي چي بشارالاسد سمبالوي او له بلي خوا د هغه مخالفينو ته وسلې لېږي.»

څرخي الوتکي د عملياتو پر مهال
څرخي الوتکي د عملياتو پر مهالانځور: picture-alliance/dpa

ايفرون زياته کړې ده: «امريکا د روسي وسلو صادرونکی غني کوي او په عيني حال کي بيا تلاښ کوي چي د روسيې حکومت په دې قانع کړي چي پر سوريې باندي د وسلو خرڅلاو بند کړي. دا له حقيقت څخه سترگي پټول دي او هيڅ نتيجه نه لري.»

په دغه راپور کي راغلي دي چي ياد شرکت تر اوسه پوري سوريې ته د ۴،۹ ميلياردو ډالرو په ارزښت وسلې صادري کړي دي.

د پنتاگون چارواکو تيره اوونۍ وويل چي له «روس ابرون ايکسپورت» شرکت سره قرارداد افغان امنيتي ځواک ته د روسي څرخي الوتکو د برابرولو له پاره ډير مهم دی.

په پلان کي ده چي د ۱،۱ ميليارد ډالرو په ارزښت Mi-17 ډوله روسۍ څرخي الوتکوي له دغه شرکت څخه افغان امنيتي ځواک ته خريداري سي.

په دغه راپور کي راغلي دي چي که څه هم د امريکا کانگرس په ۲۰۱۳ کال پریکړه وکړه چي د دفاع وزارت د څرخي الوتکي په رانيولو کي د ۲۰۱۳ کال له بوديجه څخه استفاده نسي کولای، خو پوځي چارواکو د تيرکال د اختصاص سوي بوديجې په مرسته په جولای مياشت کي د نورو څرخي الوتکو او اضافي پررو د رانيولو نوی قرارداد وکړل.

د امريکا متحده ايالاتو د بشري حقونو يو مخکښ سازمان «Human Rights First» پر دې باندي ټينگار کوي چي کانگريس داسي يو قانون بايد تصويب کړي چي له مخي ئې د دغه هيواد د دفاع وزارت د روسيې له «روس ابرون ايکسپورت» وسلو جوړولو شرکت سره خپل ټول قراردادونه چي په هغه ډله کي افغان امنيتي ځواک ته د څرخي الوتکو د رانيولو قرارداد هم شامل دی قطع کړي.