1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په فلیپین کې د زرونو کسانو د وژل کیدو انديښنه

سید ریاض / دویچه ویله۱۳۹۲ آبان ۱۹, یکشنبه

په فليپین کې د هییان په نوم د رامنځ ته شوي توپان له کبله د زرونو کسانو د وژل کیدو انديښنه موجوده ده. د رامنځ ته شوو ویجاړیو له کبله د ژغورونکو ډلو له پاره دا کار ستونزمن دی چې توپان ځپلو سیمو ته ورشي.

https://p.dw.com/p/1AEp1
انځور: Reuters/Romeo Ranoco

په فلیپین کې د پولیسو یوه تن لوړ پوړي چارواکي د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د نومبر لسمه) ویلي دي چې یوازې د لیټه په ټاپو کې د لسو زرو کسانو د وژل کیدو انديښنه شته دی.

د لیټه ولایت په مرکز ټاکلوبان کې د پولیسو ځایي مشر اېلمر سوریا، خبریالانو ته د یکشنبې په ورځ ویلي دي: «موږ تیره شپه د لیټه ولایت له والي سره غونډه درلوده. د حکومتي اټکلونو له مخې د وژل شوو کسانو شمیر ښایي تر لسو زرو تنو پورې ورسیږي.»

د پولیسو نوموړي چارواکي په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده چې د نوموړي ولایت د والي له لوري ورکړل شوي ارقام د کلیو د ځایي چارواکو د رپوټونو پر بنسټ ول. د نوموړي ولایت چارواکو د اسوشیتد پرېس خبري آژانس ته ویلي دي چې تر اوسه د ۳۰۰ څخه تر ۴۰۰ پورې جسدونه یې موندلي دي.

د «هییان» په نوم دغه توپان چې د جمعې پر ورځ فلیپین ته رسیدلی وو، په ډیرې چټکۍ سره یوازې په څو ساعتونو کې د هیواد له ختیځه لویدیځ ته ورسید. تر دې د مخه د فلیپین هیواد سره صلیب، د لیټه گاونډي ولایت «سمر» کې د ۱۰۰۰ کسانو د وژل کیدو اټکل کړی وو. هغوی پر دې خبره ټینگار کړی وو چې په اوسني وخت کې داوطلب کسان د مرستو د تر سره کولو له کبله د وژل شوو کسان د شمیر د معلومولو چانس نه لري.

د آلمان خبري آژانس (dpa)، د فلیپین د سره صلیب د مشر ریچارډ گورډن، له قوله لیکلي دي: «په دغه ځای کې ډیر جسدونه دي. موږ لا تر اوسه هغه شمیرلي نه دي. موږ ډیر مصروف یو او نه شو کولای چې د جسدونو شمیر معلوم کړو. موږ جسدونه راټولو او نه غواړو چې دغه جسدونه تیت او پرک پراته وي.»

د فلیپین د کورنیو چارو وزیر مانویل روکساس، چې د شنبې په ورځ یې د وضعې د معلومولو له پاره ټاکلوبان ته سفر کړی دی ویلي دي: «د ژغورنې عملیات ادامه لري. موږ د مرگ ژوبلې د ډیر شمیر اټکل کوو.» نوموړي وزیر یادونه وکړه چې ټول سیستمونه لکه ارتباطات، بریښنا او رسنۍ له کاره لویدلي دي او د خلکو سره هیڅ رنگه اړیکه نشته. دا په داسې حال کې ده چې د لیټه، د والي او د سره صلیب له لوري د ورکړل شوو ارقامو تر منځ ډیر توپیر لیدل کیږي.

د دغه هیواد ولسمشر بینینو آکینو، ویلي دي چې حکومت پر دې ډاډمن دی چې ښایي د قربانیانو شمیر به له هغې ډیر وي، کوم چې رسمي مقاماتو ۱۵۱ تنه ښوولی وو.

اوس داسې انديښنې موجودې دي چې ښایي په فلیپین کې د وژل شوو کسانو شمیر زرگونو تنو ته ورسیږي. فلیپیني چارواکو د هییان، په نوم د توپان د راتلو تر مخه له توپان سره د مخامخو سیمو څخه ۸۰۰ زره انسانان خوندي ځایونو ته انتقال کړي ول.

په داسې حال کې چې په فليپین کې د ژغورنې ډلې په کارونو بوختې دي، د هییان توپان ویتنامیان په انديښنه کې اچولي دي.