1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فليپين له پاره د نورو مرستو غوښتنه

شمس الرحمن ناصر/ دويچه ويله۱۳۹۲ آبان ۲۲, چهارشنبه

په فلیپین کې د جمعې ورځې تر توپان وروسته د ملګروملتونو د بشري حقونو سازمان په دغه هيواد کي د ورځني ژوند د بيرته عادي حالت د را ګرځېدو له پاره تر ۳۰۰ میلیونه ډالرو د زیاتو مرستو غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/1AGJA
انځور: picture-alliance/dpa

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان مشر ویلیري آموس، د سه شنبې په ورځ د« نومبر په ۱۲» د فلیپين په پلازمېنه منیلا کې د خبریالانو سره د خبرو پر مهال وویل چې مرسته کیدونکي پيسې به د خوراکې موادو، اوبو، او درملو سربیره د زیانمن شوو کسانو له پاره د موقتي استوګنځایونو، له سړکونو څخه د ویجاړو شویو ودانيو د ويرانيو د لیرې کولو او له هغو کسانو سره د مرستو په موخه کار واخیستل شي چې بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.

د توپان په اړه نور معلومات دلته لوستلای سی

آموس، تر دغې طبیعي ناورن وروسته د نړیوالو د غبرګون د ستاینې تر څنګ دا هم وویل چې په دغه هیواد کې د وضعیت بیرته په عادي حالت راګرځولو له پاره باید نور کارونه هم ترسره شي. همدارنګه آموس د دوشنبې په ورځ د ملګروملتون د بېړنيو پيښو سره د مبارزې له بودیجې څخه د ۲۵ میلیونه ډالرو د مرستې اعلان کړی وو.

د فلیپین ولسمشر: د تلفاتو شمیر له دوو څخه تر دوه نیمو زرو کسانو پوري رسیږي

له فلیپین څخه د تیري ورځې د رارسیدلو رپوټونو پر بنسټ سیمه ییزو خلکو د لا زیاتي مرګ ژوبلي اندیښنه ښودلې ده. د سیمي خلک اټکل کوې چې تر ټولو ډیر زیانمن شوی ښار« ټاکلوبان» کې د مړو شمیر ۱۰ زرو تنو ته رسیدلی وي.

تیره ورځ د دغه هیواد ولسمشر بینګو اکینو، له یوې امریکايي تلویزوني شبکې سره په خبرو کې وویل چې د مړو شمیر تر دې هم لوړ دی چې له دوو څخه تر دوه نیمو زرو پوري رسیږي، خو نوموړي په واضح ډول ونه ویل چې د هغه هدف یوازي د« ټاکلوبان» له ښار څخه وو که ټول هیواد.

نوموړي زیاته کړه چې د مړو په شمیر کې اوس هم د ډیریدو امکان شته. د یادونې وړ ده چې د دولتي شمیرو له مخې د سه شنبې تر ماښامه پوري د مړو شمیر ۱۷۷۴ تنه ښودل شوی وو.

په همدې منځ کې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر د سه شنبې په ورځ له خپل فلیپیني سیال سره په تلیفوني خبرو کي د وژل شوو کسانو په هکله خپله غمشريکي وښووله او تر څنګ يې د مرستې ژمنه وکړه.

آلمانۍ ادارې: په فلیپین کې د زیان کچه د اتو او نوولسو ميلياردو ډالرو تر منځ اټکلوي

د ملګروملتونو د اټکلونو پر اساس په فلیپین کې د نوومبر میاشتې پر ۸ نیټه په تيرو څو لسيزو کي تر ټولو د قوي توپان هيیان له امله نږدې ۱۱ میلیونه انسانان زیانمن شوې دي، په داسي حال کې چې د بې ځایه شوو کسانو شمیر نږدې ۶۰۵۰۰۰ ښودل شوی دی.

د (CEDIM) یا « فرانسک ډیزاسټر انالسس» په نامه د یوې آلمانې ادارې د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ د هيیان د توپان له امله د اوښتي زیان اندازه د اتو او نوولسو ميلياردو ډالرو تر منځ ښودل شوې ده.