1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د امنيتي تړون ژر لاسليکول يو ضروري امر دی»

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۲ آذر ۲, شنبه

امريکايي چارواکو افغان حکومت ته ګواښ کړی دی چي که د روان کال تر پايه پوري د کابل او واشنګټن تر منځ امنيتي تړون لاس لیک نه کړي له دغه جنګ ځپلي هيواد سره به خپلي حياتي مرستي وځنډوي.

https://p.dw.com/p/1AMpw
انځور: Reuters/Kevin Lamarque

افغان ولسمشر حامد کرزي د پنجشنبې په ورځ مشورتي لويي جرګې ته په وينا کي وويل چي که د لويي جرګې او پارلمان له خوا له امریکا سره دوه اړخيز امنيتي تړون تاييد هم سي، د راتلونکي کال په اپريل مياشت کي تر ټاکنو دمخه به لاس لیک نه سي.

د حامد کرزي د دې خبري په غبرګون کي د سپيني ماڼۍ وياند جي کرني، د جمعې په ورځ (۲۰۱۳ کال د نوومبر۲۲) خبريالانو ته وويل: «موږ له ډېري مودې راهيسي دا خبره واضح کړې ده چي غواړو دوه اړخيز تړون په روان کال کي لاس لیک سي.»

هغه زياته کړه: «موږ واضح کړې ده چي د امنيتي تړون ژر لاس ليکول يو ضروري امر دی او په هغه کي ځنډ راوستل نه عملي او نه هم د دفاع وړ دی.»

د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت وياندي جان پساکي، بیا نور هم په ښکاره الفاظو سره ويلي دي چي د دغه تړون په لاس لیکولو کي ناکامي «به داسي وشمېرل سي چي ګويا افغانستان خپلو شريکانو او ملاتړو ته ژمن نه دی.»

آغلي پساکي ګواښ کړی دی چي په روان کال کي د دغه تړون نه لاس ليکول به د دې ښکارندوی وي چي حامد کرزی او ټیم يې غواړي چي ټول مالي مرستي له خطر سره مخامخ کړي.

څو ورځي مخکي کابل او واشنګټن پر دوه اړخيز امنيتي تړون باندي موافقې ته سره ورسېدل. دغه تړون چي اوس په لويه مشورتي جرګي کي تر بحث لاندي دی، تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو حضور ته لار اواروي.

امريکايي قوماندانان د دغه تړون لاس ليکول حياتي ګڼي، ځکه دوی ته تر ۲۰۱۴ کال وروسته له خپلو نړيوالو همکارانو سره په افغانستان کي د نقش لوبولو له پاره د پلان جوړولو امکان برابروي.

د سپيني ماڼۍ وياند وويل چي امریکا محتده ايالات کافي وخت ته اړتيا لري چي په افغانستان کي د احتمالي ماموريت له پاره له خپلو ناټو متحدينو سره تياری ونيسي او له بله اړخه، د افغانستان د جمهوري رياست ټاکني پر رانژدې کېدو دي.

جي کرني تينګار وکړ: «اساسي ټکی دا دی چي موږ دې ته اړتيا لرو چي دغه تړون ډېر ژر د دواړو حکومتونو له خوا لاس ليک سي، او حتاً د کال تر پايه پوري.» هغه زياته کړه: «د دوه اړخيز تړون ناکامي، تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي د امریکايي ځواکونو او د هغوی د متحدينو پوځي حضور نا ممکنه کوي.»

افغان ولسمشر حامد کرزي هم په خپله وينا کي وويل چي هيواد يې په راتلونکي کي د ثبات ټينګلو له پاره نړيوالو مرستو او له امریکا متحده ايالاتو سره امنيتي تړون ته اړتيا لري. نو له دې سره سره ولي کرزی غواړي چي د دغه تړون لاس ليکول تر ټاکنو وروسته ته وځنډوي؟

په کابل کي د افغانستان د تحليلوونکو شبکې له څېړنيز مرکز څخه کېټ کلارک وويل: «ولسمشر کرزی نه غواړي چي دغه تړون د ده په نوم ونومول سي.» هغه زياته کړه: «کرزی هڅه کوي چي د دغه تړون د توافق او نه توافق مسووليت د جرګې پر غاړه ورواچوي.»