1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزي د تړون لاسليکولو ته شرطونه وړاندي کړل

عبدالباري حکيم۱۳۹۲ آذر ۲, شنبه

د ولسمشر حامد کرزي وياند وايي چي د امنيتي تړون تر لاسليکولو دمخه بايد د افغانانو پر کورونو باندي د بهرنيو ځواکونو حملې بندي سي، امريکا دي د سولي په پروسه کي صادقانه همکاري او د شفافو ټاکنو ضمانت دي وکړي.

https://p.dw.com/p/1AMuB
انځور: Reuters

ايمل فيضي د شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د نوومبر۲۳) له دويچه ويله سره په ځانګړي تليفوني مرکه کي وويل چي د امريکا هر ډول ګواښ او ضرب الاجل دوی ته د منلو نه دی.

د ولسمشر کرزي وياند ايمل فيضي د دويچه ويله د دې پوښتني په جواب کي چي، د امريکا متحده ايالات غواړي چي د کابل او واشنګټن ترمنځ تړون د روان مېلادي کال تر پايه پوري لاس لیک سي، خو ولسمشر کرزی وايي چي سند به تر انتخاباتو وروسته لاس ليک سي ولي؟

فيضي: د جمعې ورځي په ماښام ولسمشر حامد کرزي د امریکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو له وزير جان کيري سره اوږدې تليفوني خبري درلودې، په دې خبرو کي کېري بيا هم ټينګار کاوه چي دغه امنيتي تړون بايد د روان کال تر پايه پوري يعنی په يوه مياشت کي لاس لیک سي. خو جمهور رييس حامد کرزي په جواب کي وويل چي موږ پر خپل موقف باندی ټينګار کوو، هغه دا چي د امنيتي تړون تر لاس ليکولو پوري بايد د افغانانو پر کورونو باندي د خارجي ځواکونو حملې بندي سي، د سولي په پروسه کي امريکا له افغانستان سره خپله صادقانه همکارۍ پيل کړي او افغانستان ته بايد د امریکا له خوا دا ضمانت ورکړل سي چي شفاف انتخابات به ترسره کیږي. دغه شرطونه جمهور رييس حامد کرزي بيا تيره شپه په خپل تليفوني تماس کښي د امريکا د بهرنيو چارو وزير ته وړاندي کړل. ټاکل سوې ده چي سبا د لويي جرګې په اخيره ورځ جمهور رييس حامد کرزی به په خپله وينا کي د جرګې ګډون کوونکو ته دا خبره روښانه کړي چي ولي د تړون تر لاس لیکولو مخکي د دغو شرطونو منل مهم دي، او دا چي ولي افغانستان دغه تړون تر انتخاباتو وروسته لاس ليکول غواړي.

دويچه ويله: ځيني افغان کارپوهان او حتی د جرګې ځيني ګډون کوونکي وايي چي ولسمشر په خپل دې دريځ سره هڅه کوي چي د افغانستان پر راتلونکو ټاکنو باندي نفوذ وساتي، ځکه يې نو دغه تړون په خپل انحصار کي ساتلی دی. آيا دا همداسي ده؟

فيضي: دا ټولي بې اساسه اوازې دي چي د ځينو له خوا مطرح کيږي، په دې اړه کافي شواهد او کافي دلايل موجود دي چي ولسمشر کرزی دغسي فکر له ځان سره نه لري، که چيري دغه شان يو فکر موجود وای اوس به له مقابل لوري چي هغه د امريکا متحده ايالات دي وخت به دغه موضوع افشا سوې وای. او بيا په افغانستان کي د نړيوالي تولني حضور موجود دی دوی بايد دغه خبره افشا کړی چي ګويا جمهور رييس حامد کرزی دغه شان يو فکر له ځان سره لري. په دې اړه ډاډ رکولای سم چي دغه شان يوه خبره مطرح نه وه او نه هم مطرح ده، بلکي دا ټوله بې اساسه اوازې دي چي د ځينو له خوا خپريږي. زه بيا وايم که چيري دغسي يو څه وای مخکي له مخکي به د ډېرو امريکايي رسنيو له خوا دغه موضع افشا سوې وای. دا خبري واقعيت نه لري.

دويچه ويله:امريکا متحده ايالات وايي چي که چيري افغان ولسمشر دغه تړون د روان مېلادي کال تر پايه پوري لاس ليک نه کړي، نو په دې دريځ سره د امريکا په شمول د نړيوالو ملاتړ کوونکو راتلونکي مرستي له خطر سره مخامخ کوي. تاسو د دې ضرب الاجل په اړه څه واياست؟

فيضي: دغه شان ضرب الاجلونه د امریکا له خوا مخکي هم افغانستان ته ټاکل سوي ول، خو دا زموږ له پاره ضرب الاجل نسي کېدای، پر دې سند باندي د غور کولو له پاره موږ لويه جرګه راغوښتې ده وبه ګورو چي جرګه څه مشوري راکوي نو تر جرګې وروسته به بيا موږ خپل نهايي تصميم ونيسي. جمهور رييس لويي جرګې ته په وينا کي وويل چي که چيري دغه سند د جرګې له خوا هم ومنل سي بيا به هم هغه تر انتخاباتو وروسته لاس ليک سي.