1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزي پر ملکيانو د بې پيلوټه الوتکي بريد وغانده

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله، آژانسونه۱۳۹۲ آذر ۸, جمعه

حامد کرزي د امريکا د بې پيلوټه الوتکو هغه بريد چي يو کوچنی پکښې وژل سوی او دوې تنې ښځي ټپياني سوي دي «سخت غندلی» دی. د دوه اړخيز امنيتي تړون د نه لاس ليکولو يو دليل د افغانانو پر کورونو باندي دغه شان عمليات ښوول سوی دی.

https://p.dw.com/p/1AQNx
انځور: Shah Marai/AFP/Getty Images

د افغانستان د جمهوري رياست له خوا په خپره سوې وينا پاڼه کي ويل سوي دي چي د پنجشنې په ورځ د هلمند ولايت د ګرمسېر ولسوالۍ د فقيران په سيمه کي پر يو کورباندي د بې پيلوټه الوتکي په بريد کي يو دوه کلن کوچنی وژل سوی او دوې تنې ښځي ټپياني سوي دي.

دغه پيښه په داسي وخت کي رامنځ ته کيږي چي د کرزي او امریکا متحده ايالاتو ترمنځ د دوه اړخيز امنيتي تړون پر سر جنجال روان دی.

په افغانستان کي د ايساف ځواکونو له خوا په یوه خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي چي دوی به په هلمند کي د افغان چارواکو په حواله د ملکي وګړو د وژلو پيښه وڅېړي.

امريکا متحده ايالاتو کرزي ته ګواښ کړی دی چي که د روان کال تر پايه پوري دوه اړخيز امنيتي تړون لاس ليک نه کړي نو په ۲۰۱۴ کال کي به کله چي ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وزي دوی هم خپل ټول عسکر وباسي.

خو افغان ولسمشر حامد کرزي پر دې باندي ټينګار کوي چي مخکي تر دې امنيتي تړون لاس لیک کړي بايد د امریکا له خوا دا ضمانت ورکړه سي چي نور به د افغانانو د کورنو تلاښی او عمليات بند وي.

د تيري يکشنبې په ورځ د کرزي له خوا رابلل سوي مشورتي لويي جرګې نزدې ۲۵۰۰ تنو ګډونوالو د افغانستان جمهور رييس ته مشوره ورکړه چي د روان کال ترپايه پوري له واشنګټن سره امنيتي تړون لاس لیک کړي.

د ولسمشر حامد کرزي د دفتر له خوا په خپره سوې وينا پاڼه کي ويل سوي دي «د هلمند پيښه دا ښيي چي امريکايي ځواکونه د افغانانو و ژوند امنيت او د لويي جرګې پريکړي ته احترام نه لري.»

په وينا پاڼه کي زياته سوي ده: «تر هغه وخته پوري چي د بهرنيو ځواکونو له خوا دغه شان خپلسري اعمال او ظلم ستم روان وي، له امريکا متحده ايالاتو سره امنيتي تړون نه لاس ليکيږي.»

د کارپوهانو په اند افغان ولسمشر حامد کرزي او امریکا متحده ايالاتو ډېره خطرناکه لوبه پيل کړې ده او کېدای سي چي تاوان يې بېخي ډېر وي. ساده نتيجه ګيري يې دا ده چي د دغه تړون له ناکامۍ سره به افغانستان په ملکي او نظامي ډګر کي په ميلياردو ډالر له لاسه ورکړي او امريکا به بيا د تيرو دوولسو کلونو جنګ، مبارزه، پانگونه او د ۲۳۰۰ امريکايي عسکرو وژل، د بې گټي تمامېدو له گواښ سره مخامخ سي.

د بريتانوۍ موسسې «چتم هاوس» د افغانستان د چارو کارپوه مايکل کرېتينگ وايي چي د کرزي دغه لوبه يوازي د افغانستان منافع له خطر سره مخامخ کوي. د هغه په خبره دغه د افغانستان ۹۰سلنه بوديجه د واشنگټن له خوا ورکول کيږي او که امريکايان ووزي نو افغانستان به دغه بوديجه له لاسه ورکړي. کرېتينگ وايي چي په صورت کي نو کېدای سي چي د افغانستان دولت ړنگ سي.

د يوشمېر کارپوهان په خبره، د امنيتي تړون موضوع تر دې ډېره جدي ده لکه يو شمېر سياستوال چي قمار ورباندي وهي. د دوی په وينا که دغه موضوع حل نه سي نو ښايي دواړو اړخونو ته زيات تاوان ورسوي.