1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيااروپا

کوم خواړه مو مغز ځوان ساتي؟

۱۴۰۰ مرداد ۱۳, چهارشنبه

دا ډیر ساده کار دی. د سهار له خوا یو ګیلاس د مالټې د اوبو څښل او یا هم د ورځي په جریان کي د یوې مڼې خوړل، ستاسو مغز روغ او ځوان ساتي. کارپوهان توصيه کوي چې د خوړلو په پروګرام کي رنګارنګ میوو او ترکاریو ته ځای ورکړئ.

https://p.dw.com/p/3yXeR
Nachhaltigkeit in der deutschen Küche | Brotzeit
انځور: Benoit Bacou/Photononstop/picture alliance

د هاروارډ د پوهنتون د پلټنونکو د مطالعاتو له مخي، چي د میانه عمر درلودونکو کسانو باندي یې کړي او شل کاله یې دوام پیدا کړی، هغه کسان چي د فلاونوئید په نامه طبیعي ترکیباتو شاوخوا ۶۰۰ ملي ګرامه په ورځ کي مصرفوي، د هغو کسانو په پرتله چي یوازي ۱۵۰ ملي ګرامه دغو ترکیباتو څخه ګټه اخلي، ۲۰ سلنه لږ د مغز په کمزورتیا اخته کیږي.

فلاونوئیدونه ډیر قوي انتي آوکسیدنونه دي. هغوی په روښانه رنګ لرونکو میوو او ترکاریو مځکني توت، آلوبالو، مالټو، سرو مرچکو ، کیلو، مڼو او داسي نورو میوو کي پیدا کیږي. جالبه خبره لا داده چي شنه توت یا بلیوبري په هرو ۱۰۰ ګرامو کي شاوخوا ۱۶۴ ملي ګرامه انتوسیانین چي د فلاونوئید یو ډول دی، موجود دي. ترخه مرچک هم په هر ۱۰۰ ګرامه کي څه ناڅه ۵ ملي ګرامه فلاون لري چی د انتي آوکسيدانتونو یو بل ډول دی.

پلټنو ښودلې چي فلاونونونه د مغز د کمزورتیا په وړاندي تر ټولو قوي محافظتي اغیز لري او په سلو کي ۳۸ سلنه یې خطر راکموي. انتو سیانینونه هم په دغه ناروغي باندي د اخته کیدو خطر ۲۴ سلنه راکښته کوي.

ددغو مطالعاتو لیکونکی او د هاوارد پوهنتون پلټونکی، ډاکټر تیان شین یه، سپارښتنه کوي چي د هر وار ډوډۍ خوړلو پر وخت رنګارګي میوې او ترکاري وخورئ. د سهار له خوا آلوبالو وخوری، د غرمې له خوا سوپ جوړ کړی او یا هم سابه وخورئ. د ورځي په جریان کي یوه مڼه وخورئ او له رنګارنګو خپلو خوښو میوو څخه ځانته جوس جوړ کړئ او یا هم هندوانه وخورئ.

د نوموړي په خبره  مهمه داده چي د فلاونوئید د لوړي کچي د تر لاسه کولو له پاره باید د ډوډۍ خوړلو پر وخت او یا هم د ډوډۍ خوړلو ترمنځ فاصله کي رنګارنګ خواړه وخورل شي.

GP/BS/DW..Farsi