1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان کي د جنسي ازار ضد مشاورتي تليفون ته ۵۰ زره زنگونه

۱۴۰۳ اردیبهشت ۱۳, پنجشنبه

زيات وختونه د جنسي تاوتريخوالي عاملين د قربانيانو د کورنۍ غړي، خپلوان، پېژندگلوي لرونکي يا د کار ملگري وي. په آلمان کې قربانيان پر تليفون مرسته ترلاسه کولای شي.

https://p.dw.com/p/4fQ12
Symbolbild | Was sind die Gründe, wenn Mädchen zuschlagen?
انځور: Fabian Sommer/dpa/picture alliance

د جنسي ازار قربانيان کولای شي چې په آلمان کې د تليفون يوې ځانگړې شمېرې ته زنگ ووهي او مشوره او مرسته ترلاسه کړي. د جنسي تاوتريخوالي ضد چارو لپاره د آلمان د حکومت ځانگړې ماموره هم لرې.

د يادې ادارې اوسنۍ مسؤلې، کېرسټين کلاوس د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۴ کال د می دويمه) د آلماني تلويزيون «زېډ ډي اف» سره پر ياده موضوع خبرې وکړې.

د کېرسټين کلاوس په وينا مخ په زياتېدونکې توگه د جنسي تاوتريخوالې د هغو قربانيانو شمېر زياتيږي چې د مرستې غوښتنې يا مشورې لپاره د جنسي تاوتريخوالي ضد تليفون شمېرې ته زنگ وهي.

د دغې مامورې په وينا په تيرو لسو کالونو کې پر ياد تليفون شمېره په ۵۰ زرو مواردو کې مشوره ورکول شوې يا د قربانيانو سره مرسته شوې ده.

کلاوس ويلي چې د تليفون يادې شمېرې ته هره ورځ تقريبا د ۵۰۰ ځله زنگ وهل کيږي. د هغې په وينا د تليفون شمېرې ته زنگ وهلو ترڅنگ د انټرنټ له لاره هم هره ورځ د ۲۵۰ او ۳۰۰ تر منځ د جنسي تاوتريخوالې په تړاو تماسونه نيول کيږي. هغې زیاته کړې ده چې «دا ډېر لوی شمېر دی.»

د جنسي تاوتریخوالي په تړاو ۵۰ زره تماس نيونې

د جنسي تاوتريخوالي ضد چارو ځانگړې مامورې يادې څرگندونې د تليفون د يادي شمېرې د تاسيس د لسمې کليزې په ترڅ کې وکړې. د تليفون دغه شمېره د ملي معلوماتي کرښې سازمان او د نجونو او هلکانو سره د جنسي تاوتريخوالې ضد شبکې لخوا چلول کیږي. د دغې پروژې تمويل د جنسي تاوتريخوالي ضد د آلمان د ځانگړې مامورې د ادارې لخوا کيږي.

د کلاوس په وينا د مرستې يا مشورې ترلاسه کولو لپاره يوې تليفون شمېرې ته زنگ وهل د قربانيانو لپاره نسبتا آسانه لاره وي. دغې شمېرې ته د جنسي تاوتريخوالي قرباني هلکان، نجونې، د هغوی خپلوان او يا هم د هغوی د ټولنيز چاپېر نور کسان هم زنگ وهلای شي.

د جنسي تاوتريخوالې ضد چارو سره مربوط کارپوهان وايي چې په اکثره مواردو کې د هلکانو او نجونو ضد جنسي تاوتريخوالی په کورنۍ کې دننه، د نژدې خپلوانو لخوا، د ښوونځي د ملگرو، د زيات عمر لرونکو ملگرو يا د ملگرو ملگرو، د ملگرو د کورنۍ د غړو او يا هم د زدکړو د چاپيريال سره تړلو کسانو لخوا پيښيږي. هغوی توصيه کوي چې ماشومان بايد په مناسب عمر د جنسي تاوتريخوالي ضد پوه کړل شي او هغوی ته وښودل شي چې دغه څه شی دی او څنگه ورڅخه ځان وژغوري يا پر سم وخت د خپل مور او پلار سره يې په هکله خبرې وکړي يا ورڅخه مرسته وغواړي.

د مرستندويه سازمانونو په وينا په زیاته د ماشومانو پر ضد د جنسي تاوتریخوالي پديده د هغوی د ټول ژوند لپاره يوه بېروونکې او پاته کېدونکې رواني ستونزه وي. د مخنیوي لپاره يې وقايوي اقدامات مهم بلل کيږي. د ملگرو ملتونو په وينا په زياته په جنگي سيمو کې او همداسې د مهاجرت پر لارو د جنسي تاوتريخوالي د قرباني کېدو پيښې زياتې وي.

آ./ا.ا./ن.ز.