1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

اوکراین د روسیې پر تسلیحاتي صنایعو بريدونه کوي

۱۴۰۲ مهر ۵, چهارشنبه

زیلینسکي وایي چې د روسیې د دفاعي صنایعو د تضعیف لپاره لګول شوي بندیزونه کافي نه دي. هغه د اوکراین لخوا د روسیې پر نظامي صنایعو د برید خبر ورکړ. د نړۍ د سوک وهني اتل ولادیمیر کلیچکو چې په المان کې دی، له جګړې اندېښمن دی

https://p.dw.com/p/4WsFx
Ukraine Javelin Rakete
انځور: Ukrainian Defense Ministry Press Service/AP Photo/picture alliance

په اوکراین کې جګړه روانه ده او پر زیربناوو باندې بریدونه هم پراخ اړخونه لري. روسیې په تېر ژمي کې هڅه وکړه چې د خپلې درنې بمبارۍ له امله د اوکراین و سیسټم او د انرژۍ و زیربنا ته درانه تاوانونه واړوي. سږکال د سپټمبر په میاشت کې هم روسیې د دوهم ځل لپاره د اوکراين پر انرژي ساختار برید وکړ خو په دې تفاوت سره چې دا وار اوکراین د روسیې پر زیربناوو په بريد سره ځواب ورکړ. د روسیې په کورسک سرحدي سیمه کې، د سه شنبه په ورځ د سپټمبر په ۱۹ مه نیټه د اوکراین په یوه هوایي برید کې لږ تر لږه د اووه کلیو اړیکې له برېښنایي شبکو سره پرې شوې. په دې هوایي برید کې له اوکراین سره په ۱۵ کلیومتري سرحدي سیمه کې د برېښنا یوې توليدي شبکې ته چاودنه وکړل شوه. د دې سیمې قوماندان د یاد برید د تاییدولو پر مهال په خپل تلګرام کانال کې لیکلي و چې خلکو ته زیان نه دی اوښتی. اوکراین اوس ان ګواښ کړی« د اوکراین په انرژي تاسیساتو باندې د روسیې د برید په صورت کې به مسکو سخت ځواب ترلاسه کړي.»

د روسیې پر نظامي صنایعو باندې د اوکراین بریدونه

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وایي: « په په واضح توګه وینو چې کومو برخو کې باید پر روسیه فشار راوړل شي ترڅو د ترورستي ودې له وړتیا څخه مخنیوی وشي.» زیلینسکي د سپټمبر پر ۱۶ مه نیټه د سې شنبې ماښام مهال په خپله ویډیويي وینا کې ټینګار وکړ چې د روسیې د دفاعي صنعت پر ضد بهرني بندیزونه کافي نه دي او د اوکراین اقدامات باید « د روسیې تروریستي دولت» پر ضد زیات شي. زیلینسکي په دې اړه وویل چې هېواد یې له «شریکانو څخه د توپچي مهماتو ترلاسه کولو» سربیره، باید د نویو سرچینو په لټه کې شي او په تدریجي ډول په نظامي صنعت کې د خپل کورني تولیداتو حجم زیات کړي. لوېدیځې رسنۍ دې ته په اشارې سره وايي چې اوکراین اوس توانېدلی چې د روسیې د ځواکمنو او دودیزو توپونو په وړاندېد لویدیځو هېوادونو د نویو وسلو په مرستهد جبهې په ځینو برخو کې د توپچي ځواک په برخه کې غوره اقدامات وکړي.

ولادیمیر کلیچکو: له روسیې سره د سولې په مذاکرې کې کوم چانس نشته

د نړۍ د سوک وهنې پخوانی اتل ولاديمیر کلیچکو وایي چې اوکراین اوس مهال« له روسیې سره د سولې د مذاکرې لپاره هیڅ چانس نه ویني.»

هغه له «زد دې اف» ټلویزیوني شبکې سره په مرکه کې له روسیې سره د خپل هېواد د مذاکرې پوښتنې په ځواب کې وویل: « له چا سره مذاکره، له روسیې سره، له پوتین سره، لاوروف، یا له بل چا سره؟ دوی دروغجن دي، له لسیزو راهیسې يې نړۍ ته په خپلو تبليغاتو کې دروغ ویلي.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب