1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياوکرایین

اوکراین: روسيې تېره شپه د ۳۱ ډرون په ذریعه برېدونه کړي

۱۴۰۲ آذر ۲۵, شنبه

کیف وايي روسيې تېره شپه د اوکراین پر مختلفو برخو ۳۱ جنګي ډرونونه توغولي چې ۳۰ ېې راغورځولي. يوه ډرون الوتکه په پلازمینه کیف کې رالوېدلې ده.

https://p.dw.com/p/4aF1x
د آرشیف انځور - په اوکراین کې د روسيې جګړه، د روسيې په ډرون یوه ويشتل شوې ودانۍ
د آرشیف انځور - په اوکراین کې د روسيې جګړه، د روسيې په ډرون یوه ويشتل شوې ودانۍانځور: Felipe Dana/picture alliance/AP

د اوکراین هوايي ځواکونو د شنبې په ورځ (د دسمبر ۱۶مه) وويل چې د بيګانۍ حملو په ترڅ کې کیف هم په نخښه شوی دی. خو د پوځ ځايي قوماندان سيرهي پاپکو وويل چې د راغورځېدلي ډرون ټوټو چاته زیان نه دی اړولی.

روسيې په وروستيو ورځو کې له ډرون الوتکو او د بالستیک او کروز توغنديو څخه په استفادې پر اوکراین خپلې حملې ډېرې کړي دي. روسيې د تېرکال په ژمي کې هم خپلو هوايي حملو ته شدت ورکړی وو چې تر ډېره ېې په کې د اوکراین د انرژۍ زېربناوې په نخښه کولې.

د آلمان خبري آژانس د رپوت پر اساس، د روسيې لخوا توغول شوې جنګي ډرون الوتکې چې چاودېدونکي مواد لري، اکثره ېې د ایرن ساخت دي چې پر نامنظمه مسيرونو ځان هدف ته رسوي.  

له کله چې د اورکراين د هوايي دفاع سیستم د غربي متحدینو له خوا تقویه شوی، اوکراین د دغو ډرونونو په راغورځولو کې بریالی پاتې شوی دی.

mks/mns/ (dpa)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب