1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

تر ۲۰۳۵ پورې به د نړۍ نیمايي نفوس له چاغوالي سره مخ وی

۱۴۰۱ اسفند ۱۲, جمعه

د یو نوي رپوټ پر اساس، که د چاغوالي او وزن ډېرېدو د مخنيوی په موخه مهم اقدامات ترسره نه شي، تر ۲۰۳۵م کال پورې به د نړۍ د څه باندې نیمايي برخه نفوس د ډير وزن یا چاغوالي سره مخ وي.

https://p.dw.com/p/4ODlt
Symbolbild Ernährung & Übergewicht
انځور: Dominic Lipinski/empics picture alliance

د تحقیقاتو نړیوال فدراسیون اطلس، د چاغوالي په اړه وړاندوينه کړې چې په راتلونکو ۱۲ کلونو کې به د نړۍ د نفوس ۵۱ سلنه برخه، یعنې څه باندې څلور میلیارده وګړي اضافي وزن لرونکي وي.

د دغه رپوټ د موندنو پر اساس، د اضافه وزني او چاغوالي کچه په ځانګړې توګه د لږ عوايد درلودونکو هیوادونو په ماشومانو کې په چټکۍ مخ پر لوړېدو ده.

د تحقیقاتو نړیوال فدراسیون مشره، لویزه باور، د چاغوالي په اړه دغه معلومات يو «روښانه خبرداری» توصیف کړ او ويې ویل چې سیاسي مسئولین باید اوس لاس په کار شي تر څو د وضعیت د لا خرابېدو مخنیوی وکړي.

ورته نور ولولئ:د روغتیا نړیوال سازمان: اروپا کې ۵۹ سلنه بالغان له حده ډېر چاغ دي

هغې په یوه اعلاميه کې ويلي دي: «دا په ځانګړې توګه د اندېښنې وړ ده چې وينو چاغوالی په ماشومانو او تنکیو ځوانانو کې په سرعت د لوړېدو په حال کې دی.»

لویزه باور زیاته کړه: «حکومتونه او سیاسي تصميم نيونکي باید په ټوله نړۍ کې د خپل توان په حد کې خپلې ټولې هڅې تر سره کړي ترڅو ځوان نسل باندې د روغتيايي، ټولنیزو او اقتصادي مصرفونو له ايښودلو مخنيوی وکړي.

د دغه رپوټ موندنې ښيي چې ممکن په ماشومانو کې چاغوالی د ۲۰۲۰م کال په پرتله په ۲۰۳۵م کال کې دوه برابر ته ورسيږي او ۲۰۸ میلیونه هلکان او ۱۷۵ ميلیونه نجونې به د ډیر وزن یا چاغوالي سره مخ وي.

ورته نور ولولئ:چاغښت د پاخه عمر کسانو ماغزه ۱۰ کاله زړوي

د تحقیقاتو نړیوال فدراسیون ويلي دی چې چاغوالي یا ډیر وزن پورې د اړوندو صحي وضعیتونو په نتيجه کې به پر ټولنو لوړ مصرفونه وارد شي. میرمن باور په ۲۰۳۵م کال کې دغه کلنی مصرف څلور ټريليونه امریکايي ډالر و ارزاوه چې په مجموع کې د نړۍ د ناخالصو تولیداتو درې سلنه برخه ده.

د رپوټ لیکونکو روښانه کړې چې دوی افراد د وزن د ډيرېدو مسئول نه ګڼي، بلکې غواړي چې دغه وضعیت سره تړاولرونکو ټولنیزو، چاپیریالي او بیولوژيکي عواملو ته پاملرنه جلبه کړي.

په دغه رپوټ کې د چاغوالي او اضافه وزن د ارزونې له پاره د (BMI) شاخص څخه استفاده شوې ده. د روغتيا نړیوال سازمان د سپارښتنو مطابق، په یاد شاخص کې له ۲۵ څخه پورته ډیر وزن او له ۳۰ څخه پورته بیا چاغوالی ښيي.

ورته نور ولولئ:ولي غذايي رژيم او ورزش د چاغښت مخنيوی نه کوي؟

په ۲۰۲۰م کال کې د نړۍ د نفوس ۳۸ سلنه یا ۲ اعشاریه ۶ ميليارده وګړي د وزن په ډیروالي یا چاغوالي اخته شوي ول.

په دغه رپوټ کې راغلي دي چې په راتلونکو کلونو کې به د آسیا او افریقا تقریباً ټول لږ یا متوسط عواید درلودونکي هیوادونو په افرادو کې د وزن ډیرېدو یا چاغوالي شاهدان وي.

په پام کې ده چې د دغه رپوټ موندنې راتلونکې اوونۍ د ملګرو ملتونو سازمان او د غړو هیوادونو سیاسي تصمیم نيونکو ته وړاندې شي.

ورته نور ولولئ:انرژي مشروبات د ماشومانو روغتيا ته زيان رسوي

hm/af/mks/nz (Reuters)

پر ورته موضوع له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: