1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا او طالبانو استازي په قطر کې سره ګوري

۱۴۰۲ مرداد ۵, پنجشنبه

د امریکا متحده ايالاتو د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ ويلي دي چې په دوحه کې د دوی استازي د طالبانو له یوه پلاوي سره خبرې کوي. دواړه لوري به د امنیت، د نشه یي توکو د قاچاق او د ښځو د حقونو په اړه خبرې وکړي.

https://p.dw.com/p/4USkI
Katar | Taliban Vertreter in Doha
انځور: Karim Jaafar/AFP/Getty Images

د قطر په پلازمېنه دوحه کې به د امریکایي د لوري مشري د افغانستان له پاره ځانګړی استازی توماس ويسټ او د افغان ښځو د بشريحقونو له پاره د امریکا ځانګړې استازې رينا اميري وکړي. دواړه اړخونه به د امنيت، د نشه يي توکو د قاچاق او د افغان ښځو د بشري حقوق په اړه ګډ بحثونه وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د امریکا استازي به د طالبانو له استازو او د دوی د بېلابېلو وزارتونو له تخنیکي کارپوهانو سره خبرې وکړي.

د ښځو د حقونو له پاره د افغان مېرمنو اعتراض
د ښځو د سنګارتونونو د تړلو په غبرګون کي په کابل کي د ښځو اعتراضانځور: AFP/Getty Images

د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی باید عادي ونه نیول شي

د ښځو او بشري حقونو له پاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي دي چې په دې وروستیو کې یې د البانیا، بنګله دېش، مراکش، سعودي عربستان، د اسلامي همکاریو سازمان او د تونس له استازو سره په اسلام کې د ښځو د حقونو په اړه خبرې کړې دي.

امیري دا خبرې "هیله بخښوونکي" بللي او لیکلي یې دي: «په دې اړه پراخ توافق موجود وو چې د افغان ښځو او نجونو سخت ځورونه، په ځانګړې توګه د هغو هيوادونو له پاره چې اکثریت مسلمان دي، یو خطرناک حالت رامنځته کوي. دا سیاستونه باید نورمال ونه نیول شي او نړۍ باید د افغان ښځو او نجونو تر څنګ ودریږي.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم د امریکا له استازو سره د دې غونډي پلان تایید کړی دی. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د پنجشنبې په ورځ پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي دي چې امیرخان متقي به د دې میاشتې په پای کې د یوه پلاوي په مشرۍ دوحې ته ولاړ شي او هلته به له امریکايي چارواکو سره خبرې وکړي.

بلخي لیکلي دي: «د بندیزونو ختمولو او له تور لیستونو د ایستلو، د افغانستان د مرکزي بانک د پولي زیرمو د خلاصون او د هوايي حریم د سرغړونې په اړه بحثونه به د دې خبرو لومړیتوب وي.»

له افغانستان څخه د امریکایي او لویدیځو هیوادونو له وتلو او پر دغه هیواد د طالبانو د واکمنۍ له پیل وروسته د هیواد په ډیرو برخو کې حالات خراب شوي دي. طالبانو تقریباً د ښځو پر ټولو فعالیتونو بندیز لګولی دی او لویدیځو سازمانونو تر ډیره حده د دغه هیواد پر خلکو خپلې مرستې بندې کړي دي.

آیا د دوحې تړون په بشپړه توګه عملي شوی دی؟