1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د خوړو نړیوال پروګرام غزې تراړه کې د قحطۍ خبرداری ورکړ

۱۴۰۲ دی ۱۹, سه‌شنبه

منځني ختیځ ته د المان باندنیو چارو وزیرې له سفر سره هم‌مهاله خوړو نړیوال پروګرام غزه کې د قحطۍ پر ضد د بېړنیو اقداماتو غوښتنه وکړه. د امریکا د باندنیو چارو وزیر ویلي د عربستان او اسرائیلو نیږدیوالي ته لېوالتیا ښودل شوې.

https://p.dw.com/p/4b1nG
Gazastreifen Rafah | Humanitäre Krise | Flüchtlinge bereiten Essen zu
انځور: AFP/Getty Images

د خوړو نړیوال پروګرام مدیر مارتین فریک، د آلمان په پلازمینه برلین کې د فرانسې خبري اژانس ته وویل:  »که حالت همداسې دوام وکړي، موږ به د لوږې له امله غزه کې د مړینې شاهدان اوسو.» هغه زیاته کړې: «موږ باید هغه وخت لاس پکار نه شو، چې قحطي اعلان شي، ځکه په دې حالت کې به ډېر ناوخته وي.»

د ملګرو ملتونو استازي هیله څرګنده کړې، چې سیمې ته د المان د باندنیو چارو وزیرې سفر به د سیمې په بشردوستانه برخه کې لاسته راوړنې ولري.

فریک فرانسې خبري اژانس ته ویلي: «د غزې خلکو ته باید اساسي مرستې په امن او دوامداره شکل ورسېږي. دا کار په ډزو او بم غورځولو نه، بلکې په بېړني اوربند سره شونی دی. هم‌مهاله باید ټول یرغمل شوي کسان ازاد شي.»

غزې تراړې کې د اوسني ناورین په اړه فریک د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي: «دا وخت ټول خلک په عملي توګه له لوږې سره مخ دي او د لوږې له امله یو پر څلورمه برخه خلک د مرګ په درشل کې دي.»

د هغه په خبره، «دې نښتو یوازې دریو میاشتو کې درد، کړاو، ورانی او داسې ستونزې پېښې کړي، چې فکر یې نه کېده.»

فریک وویل، دا مهال د خوړو نړیوال پروګرام د غزې تراړه کې ۵۷۷ زره کسان د لوږې له امله د خطر په لوړه کچه کې درجه بندي کړي دي. دا شمېرې په پاتې نورې ټولې نړۍ کې ۱۲۹ زره کسانو ته رسېږي. هغه ویلي: «د غزې تراړې په څېر د نړۍ په هېڅ ځای کې خلک د لوږې له امله په ستونزه کې نه شته دي.»

فریک د فرانسې خبري اژانس سره په خبرو کې ټینګار وکړ: «دا شمېرې په سیمه کې د خلکو له پاره په دې مانا دي، چې هغوی د خوړو له پاره څه نه مومي او اړ دي، د ډېرو لومړنیو توکو لکه ډوډۍ او ګرم سوپ، له پاره ساعتونه په کتار کې ودرېږي. مارکیټونه، هټۍ، کرنه او ټول سیستمونه عملآ ګډوډ شوي دي.»

تېره میاشت د خوړو نړیوال پروګرام غزې تراړې کې ۸۰۰ زره کسانو ته د اوسېدو بېړنیو سلو ځایونو یا سیمو کې د خوړو اساسي مواد رسولي دي. د ملګرو ملتونو استازي غزې تراړې کې د خوړو نړیوال پروګرام څخه د ملاتړ په برخه کې له المان مننه کړې ده. فریک ویلي: «اروپا په ګډه ډېر څه کولی شي.»

بلینکن د عربستان او اسرائیلو په نیږدیوالي کې «ښکاره دلچسي» ویني

غزې تراړې کې په جګړې سربېره هم د امریکا د باندنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د سعودي عربستان او اسرائیلو تر منځ د نیږدېوالي «ښکاره دلچسپي» ويني.

بلینکن د دوشنبې پر ورځ د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره تر لیدنې وروسته ویلي، هغه منځني ختیخ ته د خپل سفر په هرې دمې کې له ښکیلو لوریو سره د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه والي په اړه خبرې کړي دي. هغه ویلي: «زه تاسې ته ویلی شم چې دلته د دې موضوع د څېړنې له پاره ډېره لېوالتیا شته دی.»

غزې تراړې کې په جګړې سربېره هم د امریکا د باندنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د سعودي عربستان او اسرائیلو تر منځ د نیږدېوالي «ښکاره دلچسپي» ويني.
غزې تراړې کې په جګړې سربېره هم د امریکا د باندنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د سعودي عربستان او اسرائیلو تر منځ د نیږدېوالي «ښکاره دلچسپي» ويني.انځور: Evelyn Hockstein/AP/picture alliance

تېرو میاشتو کې د سعودي عربستان او اسرائیل تر منځ د نیږدیوالي یو څه نښې لیدل شوې وې؛ خو دا خبرې تندلارې اسلامپالې ډلې حماس سره د اسرائیلو د جګړې له امله وځنډېدلې. بلینکن محمد بن سلمان سره له لیدنې وروسته اسرائیلو ته تللی دی.

حماس د تېر میلادي کال د اکتوبر پر اومه نېټه پر اسرائیلو مرګوني بریدونه وکړل، چې پکې د رپوټونو له مخې ۱۱۴۰ کسان ووژل شول او ۲۵۰ کسان یې یرغمل ونیول. وروسته اسرائیلو د حماس د ورکولو له پاره بریدونه پیل کړل، چې وروسته بیا پر غزې تراړې ډېر سخت بریدونه شوي دي.

پر غزې د حاکمې حماس ډلې د وینا له مخې، دغو بریدونو کې له ۲۳ زرو ډېر کسان وژل شوي دي. دا شمېرې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.

حماس ډله د اسرائیلو، متحده ایالاتو، المان، اروپايي ټولنې او ځینې نورو هېوادونو له لوري د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژندل کېږي.

(AFP) pa/af/rsh

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب