1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

د عمران خان ضمانت منل شوی خو له زندانه نه شي وتلی

۱۴۰۳ اردیبهشت ۲۶, چهارشنبه

د ځمکې او جايداد د ملکيت په تړاو د فساد په يوه قضيه کې د پاکستان د پخواني لومړي وزير عمران خان، ضمانت منظور شوی دی، خو نوموړی به د نورو دوو قضيو له کبله لا هم په زندان کې پاته شي.

https://p.dw.com/p/4ftWi
د القادر ټرسټ په قضیه کې د عمران خان ضمانت منل شوی
د القادر ټرسټ په قضیه کې د عمران خان ضمانت منل شویانځور: K.M. Chaudary/AP/picture alliance

د پاکستان پخوانی لومړی وزير او د کرېکټ پخوانی مشهور ستوری عمران خان، تېره اونۍ له دې حقوقي دعوې سره مخامخ شوی وو چې هغه او میرمنې یې د املاکو د يوه پلورونکي له خوا د نوموړي د لومړي وزارت په دوره کې [له ۲۰۱۸م څخه تر ۲۰۲۲م کال پورې] ځمکه د ډالۍ په توګه ترلاسه کړې وه.

خان چې دا تورونه یې رد کړي ول، د اسلام آباد په لوړه محکمه کې یې د ضمانت عریضه داخله کړې وه.

د نوموړي وکیل نعيم حیدر پنجوتا، د ټولنیزو رسنيو د ايکس شبکې له لارې د خان د ضمانت منل کیدل تائيد کړي او ویلي یې دي چې خان به د دوو نورو دوسيو له کبله په زندان کې پاته وي. له دې دوو قضيو څخه یوه د سايفر يا د محرمو دولتي رازونو د افشا کولو او بله د واده د اسلامي قانون څخه د سرغړونې دوسيه ده.

۷۱ کلن عمران خان د تېر کال له اګست میاشتې راهېسې په زندان کې شپې او ورځې سبا کوي. په ټوله کې نوموړی په څلورو قضيو کې په جزا محکوم شوی وو، خو په دوو قضيو کې یې جزا ځندول شوې ده. 

عمران خان، په يو شمیر قضيو کې چې په هغه کې تاوتريخوالي ته د هڅولو قضيه هم شامله ده، تورن دی.

د خان ميرمن بشرا بي بي، هم په ۲۰۱۸م کال کې له عمران خان، سره د واده په ترڅ کې په غير قانوني کړنې تورنېدو له کبله په زندان کې ده.

خو هغه قضيه چې نن، چهار شنبه پکې د عمران خان ضمانت ومنل شو، د «القادر ټرسټ» په تړاو ده. القادر ټرسټ يوه غیر دولتي خیريه ټولنه ده چې عمران خان او میرمنې یې هغه وخت جوړه کړې وه چې دی لا لومړی وزير وو.

څارنوالانو وويل چې پخواني لومړي وزير د دې خیريه ټولنې په بهانه د املاکو له يوه تاجر څخه ځمکه د رشوت په توګه ترلاسه کړې وه. په دې کې اسلام آباد ته څيرمه ۲۴ هکتاره ځمکه او په اسلام آباد کې د خان استوګني ځای ته څیرمه پر يوه تپه باندې پرته نوره ځمکه هم شامله ده.

د ضمانت تر منظوريدو وروسته د خان د رسنيو ډلې ويلي دي چې دا جاېداد د شخصي موخو له پاره نه وو او عمران خان پرې يوه «ديني او ساینسي» تعليمي موسسه جوړه کړې وه.

په دې اعلاميه کې زياته شوې ده چې د عمران خان پر ضد دا حقوقي دعوې ځکه شوې وې چې نوموړی په پاکستان کې د فيبرورۍ مياشتي پر ۸مه نېټه په عمومي ټاکنو کې له ګډونه ايسار کړي.

ب. ص/ ن. ز (Reuters)

زموږ له آرشيف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب