1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مشورتي لويه جرګه پر خپل وخت دايريږي

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۲ آبان ۲۱, سه‌شنبه

لويه جرګه د راتلونکي اوونۍ د پنجشنې په ورځ په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو پر راتلونکي حضور باندي سلا مشورې وکړي. په پام کي ده چي په جرګه کي به ۲۵۰۰ تنه قومي مشران او د مدني ټولني استازي ګډون وکړي.

https://p.dw.com/p/1AFuT
انځور: picture-alliance/dpa

مشورتي جرګې ته د تياري نيولو کمېسيون وياند عبدالخالق حسيني د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د نوومبر ۱۲) د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چي په دغه مشورتي لويه جرګه کي به په راتلونکي کي په افغانستان کي د امریکايي ځواکونو د حقوقو د څرنګوالي په اړه سلا مشورې وسي.

د افغانستان د دفاع وزير بسم الله محمدي لږ مخکي ويلي ول چي په دغه هيواد کي به د امریکايي ځواکونو د حقوقو په اړه لويه جرګه پريکړه وکړي. په افغانستان کي مېشت بهرني ځواکونه به د ۲۰۱۴ کال تر پايه پوري له افغانستان څخه ووزي. خو ناټو غواړي چي په دغه هیواد کي تر دغه کال وروسته هم د افغان ځواکونو د روزني او ملاتړ له پاره يو بل ماموريت پيل کړي.

امريکا متحده ایالات غواړي چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي يو شمېر سرتيري له تروريزم سره د مبارزې له پاره پريږدي، خو افغان حکومت غواړي چي د هغوی د څرنګوالي په اړه له واشنګټن سره په امنيتي تړون کي خپلي غوښتني ځای کړي.

په پلان کي وه چي دغه تړون نزدې يو کال دمخه لاسليک سوی وای خو د کابل او واشنګټن له خوا يې پر ځينو ټکو باندي د نظر يوالی نه وو موجود، چي وروسته بيا ولسمشر کرزي پريکړه وکړه چي د امنيتي تړون په اړه بايد د افغانستان ولس په یوه لويه جرګه کي پريکړه وکړي.

په دغه تړون کي د دواړو هيوادنو ترمنځ د جنجال اصلي ټکی په افغانستان کي د امریکايي ځواکونو حقوق دي. واشنګټن غواړي چي د ځواکونو حقوق يې هم داسي خوندي پاته سي لکه تير لس کلونه چي ول. يعنی امريکايي ځواکونه بايد په افغانستان کي د ماموريت پر مهال د افغانستان تر عدلي سيستم لاندي را نه سي.

د تړون بله جنجالي موضوع د شپې له خوا عمليات دي چي افغان حکومت يې د امريکايانو له خوا په يوازي سره د ترسره کولو مخنيوی کوي. د اوباما ادارې تر اوسه لا دا پريکړه نه ده کړې چي په څه تعداد سرتيري به په افغانستان کي پريږدي. خو په افغانستان کي مېشتو پوځي قوماندانانو مشورې دا دي چي په دغه هیواد کي له ۶ زرو څخه تر ۸ زرو پوري سرتيرو د پرېښوولو اړتيا ده.

دا په داسي حال کي ده چي د دوشنبې په ورځ بيا طالبانو په يوه خبرپاڼه کي ټولو هغو کسانو ته خبر داری ورکړ چي «که هرڅوک په دغه جرګه کي ګډون وکړي او په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو حضور تصويب کړي د يوه خاين په شان به په خپله سزار ورسږي.»

ويل کيږي چي په دغه لويه جرګه کي به د افغان حکومت د يو شمېر وسله والو مخالفو ډلو لکه حزب اسلامي ګوند استازي هم ګډون وکړي. خو د دغه ګوند يوه غړي له رسنيو سره په خبرو کي خپل ګډون رد کړی دی.