1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په آلمان کي هره ورځ ۳۰ کسان ځان وژنه کوي»

۱۴۰۳ اردیبهشت ۱۳, پنجشنبه

په آلمان کي د ځان وژنې پیښې مخ پر زیاتیدو دي. کاریتاس د دغه هیواد له حکومته غواړي چي د ځان وژنو د پیښو د مخنیوي له پاره سمدستي اقدام وکړي. د مثال په ډول د پلونو او ریلگاډو د پټلیو ساتل هم په دې برخه کي مرسته کولای سي.

https://p.dw.com/p/4fPfZ
Symbolbild Selbstmord
انځور: K. Schmitt/Fotostand/picture alliance

د کاریتاس مرستندویه سازمان د جرمني له حکومته غواړي چي په دغه هیواد کي دي د ځان وژنو له پیښو څخه د لا ډیر مخنیوي له پاره هلي ځلي وکړي. د نوموړي کاتولیکي سازمان مشرې، ایوا ماریا ویلسکوپ دیفا، د پنجشنبه په ورځ په ډاډ سره دا خبره وکړه چي د ځان وژني موضوع په اصطلاح «د چوپتیا له کنجه» راایستل کیدای سي او آلمان به د ځان وژني په مخنیوي کي یوه نوي پړاو ته ورداخل سي.   

د جرمني د روغتيا وزير کارل لاوترباخ، نن پنجشنبه غواړي چي د ځان وژنې له پیښو څخه د مخنیوي په هکله یوه طرحه وړاندي کړي. د آلمان په پارلمان کي اکثرو استازو په دې اړه د یوه قانون غوښتنه کړې وه. 

ویلسکوپ دیفا وايي: «هغه ټولنه چي پرته له عمل څخه همداسي ننداره کوي چي په دغه هیواد کي هره ورځ ۳۰ کسان ځان وژنه کوي، داسي یوه ټولنه نه ده چي موږ غواړو پکښي ژوند وکړو.»

د هغې په خبره د آلمان د کاریتاس بڼسټ له څه د پاسه ۲۰ کلونو راهیسي د "U25" په نوم آنلایني مشورې ورکوي، تر څو له هغو ځوانانو سره مرسته وکړي چي د ژوندانه د دوام له پاره په یوازي توگه نه سي کولای خپل راتلونکی وټاکي.

یوازیتوب فقط په زړو کسانو پوري اړه نه پیدا کوي، «یوازیتوب او له ژوند کولو څخه بیره، په تیره بیا د کرونا پر وخت په ځوانانوکي د ځان وژنې مفکوره لا پسې پیاوړې کړه.»

د کاریتاس مشره، له سیاستوالو غواړي چي د ځان وژنې د مخنیوي له پاره یوازي پر مشورو او عاجلو تیلیفونو باندي تکیه و نه کړي. د ریلونو پټلۍ باید په دوامداره توگه په کټارو سره وساتل سي. داسي حفاظتي طرحو ته اړتیا لیدله کیږي چي په ساختماني اقداماتو سره له ځان وژنې سره د لیوالتا په وړاندي مقابله وسي.

په آلمان کي د ځان وژنې پیښې څه ناڅه لس سلنه ډېري سوي دي. په ۲۰۲۲ م کال کي ۱۰ زره ۱۱۹ کسانو ځان وژنې کړې ده. دا له ۱۹۸۰م کال راهیسي په یوه کال کي تر ټولو لوړ رقم دی.

GP/NZ/AG