1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اروپايي ټولنه کي د پناه غوښتني اصلاحات

۱۴۰۳ اردیبهشت ۲۶, چهارشنبه

اروپايي ټولني تر کلونو وروسته، د مهاجرت او پناه غوښتني نوي مقررات نهايي کړل چي د دغي ټولني د غړو ترمنځ د سرحدونو شديد کنترول او د مسووليتونو شريکول پکښي شامليږي.

https://p.dw.com/p/4frjQ
Grenzzaun am Evros-Fluss zwischen Griechenland und Türkei
د ترکیې او یونان ترمنځ د ماریتسا پوله انځور: Nicolas Economou/NurPhoto/picture alliance

د اروپايي ټولني د ۲۷ غړو هيوادونو د اقتصادي چارو وزيرانو د سې شنبې په ورځ د دغي اتحاديې د مهاجرت او پناه غوښتني په سياستونو کي اصلاحات تائيد کړل.

د سرحدونو سخت کنترول او همدارنگه د غړو هيوادونو ترمنځ د پناه غوښتني په هکله په مسئوليوتنونو کي گډون د  نوموړو اصلاحاتو له مرکزي هدفونه څخه وه.

آیا له افغانستانه اوس هم د ناقانونه کډوالۍ شمېر لوړ دی؟

دغه نهايي تائيد د اروپايي ټولني د پارلماني انتخاباتو لږ مخکي رامنځته سو چي په هغو کي مهاجرت په يوې مهمي موضوع باندي اوښتې ده.

کومو هيوادونو د دغو اصلاحاتو ملاتړ کړی دی؟

دغه بسته چي ۱۰ بيلابيل قوانين پکښي شامليږي، د اروپايي ټولني ډېر هيوادونو يې ملاتړ کوي، خو هنگري او پولنډ ورسره خپل مخالفت ښودلی دی. دغه نوي قوانين  له ۲۰۲۶ م کال څخه عملي کيږي.

د بلجيم د مهاجرت د چارو وزير، نيکول دو مور چي هيواد يې اوس د اروپايي ټولني رياست پرغاړه لري، ويلي دي: «دغه نوي مقررات په اروپا کې د پناه د ورکړي سيستم لا پسي تقويه کوي او د غړو هيوادونو ترمنځ پيوستون لاپسي زياتوي.»

دآلماند کورنيو چارو وزيري ناسي فيزر ويلي دي چي دغه اصلاحات له يوه پلوه د هغو کسانو ملاتړ کوي چي له تعقيب او ځوروني څخه تښتي، خو له بلي خوا «دا روښانه کوي چي هغه کسان چي ملاتړ ته اړتيا نه لري، نه سي کولای آلمان ته راسي او يا هم آلمان بايد په چټکۍ سره پريږدي.»

د اصلاحاتو د دغي بستې مخالفينو ويلي دي چي نوموړي مقررات اروپايي ټولني ته د پناه غوښتونکو د داخليدو خنډ گرځي او د پناه غوښتني له حق څخه يې سرغړونه کيږي. دغه اندېښنه هم څرگنده سوې ده چي اروپايي ټولنهبه د دغي پاليسۍ له مخي، په بې پروايي سره دمهاجرت له مبدأ يا ترانزيتي هيوادونو سره د پناه غوښتونکو د بيرته استولو په هدف هوکړي لاسليک کړي.

د پناه غوښتني اصلاحات څه دي؟

دغه اصلاحات د «مهاجرت او پناه غوښتني بسته» تر عنوان لاندي له اتو کلونو راهيسي تر کار لاندي وه.

د نوو مقرراتو له مخي، پناه غوښتونکي اروپايي ټولني تاروپايي اتحاديهه له داخليدو وروسته د څو ورځو په ترڅ کي پيژندل کيږي او د هغوی معلومات د اروپايي ټولني په ډيتا بانک کي زيرمه کيږي.

د دغو لومړنيو ارزونو په ترڅ کي معلوميږي چي تر نظر لاندي کس امنيتي گواښونه رامنځته کوي او که نه. همدارنگه په اروپايي ټولنه کي د پناه غوښتونکي د پاته کيدو او قبولي چانس هم په همدغه پړاو کي ارزول کيږي.

هغه هيوادونه چي پناه غوښتونکي ورداخليږي، کولای سي د دغو پناه غوښتونکو مشخصې شميرې د اروپايي ټولني نورو هيوادونو ته انتقال کړي.

که کوم هيواد فکر کوي چي د پناه غوښتونکو د داخليدو له امله بايد ډير بوج پر ځان يوسي، نو کولای سي د ملاتړ غوښتونکي سي. په بحراني حالاتو کي به ۲۷ غړي هيوادونه په گډه سره پريکړه وکړي.

دغه اصلاحات همدارنگه ابتدايي او ترانزيتي هيوادونو ته د پناه غوښتونکو چټک استول هم ممکن کوي، په هغه صورت کي چي هغه د ډاډمنو هيوادونو په توگه درجه بندي سي.

GP/NZ (AFP, dpa, AP, Reuters)