1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په افغانستان کې د نیمایي انځوریزو رسنیو فعالیت بند شوی»

۱۴۰۲ آبان ۳۰, سه‌شنبه

په افغانستان کې د آزادو رسنیو د ملاتړ یوه بنسټ، د ټلویزون له نړیوالې ورځې سره هم مهاله ویلي دغه هیواد کې ۵۲ سلنه انځوریزې رسنۍ بندې شوي دي.دغه بنسټ په ملي او نړیواله کچه د رسنیو د ملاتړ غوښتنه کړې.

https://p.dw.com/p/4ZFjj
Afghanistan | Fernsehstudio in Kabul
د نی د شمېرو له مخې له ۱۴۷ ټلویزیوني رسنیو څخه ۷۷ یې د ستونزو له امله بندې دي.انځور: Ebrahim Noroozi/AP/picture alliance

نن د نومبر ۲۱مه د ټلویزیون نړیواله ورځ ده.

نی، چې په افغانستان کې د ازادو رسنیو ملاتړ کوي، د یوې خپرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دغه هېواد کې د طالبانو د واکمنۍ په څه باندې دوو کلونو کې ۵۲ سلنه ټلویزوني  رسنیو کار بند کړی دی.

د نی د شمېرو له مخې له ۱۴۷ ټلویزیوني رسنیو څخه ۷۷ یې د ستونزو له امله بندې دي.

نی لیکلي چې په افغانستان  کې په تیرو دوو لسیزو کې ټلویزیون د یوې رسنۍ په توګه د بیان د ازادۍ، د معلوماتو ورکولو او د خلکو د ذهنونو په روښانه کولو کې مهم رول لوبولی دی. په وينا يې البته په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په ځانګړي ډول د ټلویزیونونو وضعیت د قناعت وړ نه دی. دغه سازمان له هغو ملي او نړیوالو بنسټونو څخه د ملاتړ غوښتنه کړېده چې د رسنیو د شته ستونزو د حل لپاره  کار کوي.

د دغې خبر پاڼې  په یوه برخه کې راغلي: «نی دغه راز  له چارواکو [طالبانو] غوښتي چې د رسنیو لپاره د مالیاتو او مالي تضمینونو په اړه له سره غور وکړي، ترڅو په افغانستان کې شته رسنۍ له منځه لاړې نه شي.»

آیا طالبان غواړي په افغانستان کې رسنۍ محدودې کړي؟

د رسنیو د ملاتړ بنسټ نی  د افغانستان له آزادو رسنیو په ځانګړې توګه له ټلویزیونونو غوښتي، چې خپل فعالیتونه د بې پرې والي او خپلواکۍ د اصولو پر بنسټ پرمخ یوسي، څو یاد شوي ارزښتونه ژوندي پاتې شي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو راوروسته د رسنیو د ملاتړو بنسټونو موندنې ښيي چې د رسنیو آزادي چې په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې ترلاسه شوې وه، د یادې ډلې تر واکمنۍ  وروسته په چټکۍ سره له منځه تللې ده.

د رسنیو او خبریالان  لپاره د شرايطو د سختېدلو تر څنگ په افغانستان کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي، ګواښونو او نيولو پېښې هم زياتې شوي او د رسنيو لپاره کاري فضا هم خورا محدوده شوې ده.

 د ښځينه خبريالانو شمېر په بې ساري ډول کم شوی او دغه راز ښځینه خبریالانې نه شي کولی پرته له ماسکه په ویډیویې خپرونو او خبري برخو کې راڅرګندې شي.

آیا پر رسنیو محدودیتونه به لیرې که لا پسې ډیر شي؟