1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

پوتين د اوکراین په جګړه کې د چین د ملاتړ په لټه کې

۱۴۰۳ اردیبهشت ۲۷, پنجشنبه

د چين ولسمشر شي جن پینګ، د خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین په هرکلي کولو سره ويلي دي چې د دوی اړيکې «سولې ته ګټورې» دي. تمه ده چې د پوتین په دغه سفر کې تمرکز پر پوځي او مالي مرستو وي.

https://p.dw.com/p/4fuLV
China | Treffen Wladimir Putin und Xi Jinping
انځور: Kremlin.ru/REUTERS

د روسيې ولسمشر ولاديمیر پوتین، د پنجشنبې په ورځ (د می ۱۶مه) بیجنګ ته ورسېد. دا په تېرو شپږو میاشتو کې له شي سره د هغه دوهمه کتنه او د روسيې د ولسمشر په توګه تر بيا انتخابېدو وروسته ېې لومړنی بهرنی سفر دی.

د پوتین دغه دوه ورځنی سفر په تېرو شپږو میاشتو کې چین ته د هغه دوهم سفر دی.

د روسيې ولسمشر، چې په تېرو څه باندې دوو کلونو کې پر اوکراین د بشپړ پوځي یرغل له کبله د خپلو پخوانيو غربي تجارتي شریکانو له لوري په مخ پر ډېرېدونکي توګه منزوي شوی، له خپل چینايي سیال شي جن پينګ، څخه د پوځي او مالي مرستو د ملاتړ په لټه کې دی. دا هم په داسې يو وضعیت کې چې په اوکراین کې د روسيې د جګړې له کبله ېې د تحریمونو د لړۍ د پای هېڅ څرګ هم نه ترسترګو ګیږي.

د چين ولسمشر شي جين پنګ، د بېجنګ ستر مرکزي تالاره بهر د یوه شانداره مراسم په ترڅ کې د پوتین هرکلی وکړ. تر دې مخکې چینايي چارواکو په چین کې د پوتین د الوتکي له کوزېدو سره سم د پوځي تشریفاتو په ترسره کولو سره د هغه هرکلی وکړ.

د چين ولسمشر شي جين پنګ، د بېجنګ ستر مرکزي تالاره بهر د یوه شانداره مراسم په ترڅ کې د پوتین هرکلی وکړ
د چين ولسمشر شي جين پنګ، د بېجنګ ستر مرکزي تالاره بهر د یوه شانداره مراسم په ترڅ کې د پوتین هرکلی وکړانځور: Sergei Bobylev/TASS/dpa/picture alliance

پوتین او شي څه وويل؟

د چین او روسيې دولتي رسنیو چین ته د پوتین د رسېدلو مراسم چې دواړو رهبرانو پکې د خپلو اړيکو ستاینې کولې، تر پوښښ لاندې نیولی وو. 

پوتین وويل چې «د روسيې او چين تر منځ اړيکې نه فرصت طلبانه او نه هم د یو بل پر وړاندې دي.» هغه زیاته کړه: «په نړېوالو مسايلو کې زموږ همکاري په نړېوال ډګر کې د ثبات له فکتورونو څخه یو دی.»

د چین د بهرنیو چارو وزارت په حواله، د پوتین تر خبرو وروسته، شي نوموړي ته وویل چې «د چين-روسيې اړيکې نه یوازې د دواړو هېوادونو د بنسټيزو منافعو په مسير کې دي... بلکې همدارنګه د سولې له پاره هم ګټورې دي.» 

شي زیاته کړه: «چين چمتو دی چې په نړۍ کې د انصاف او عدل د حفظ له پاره... له روسيې سره کار وکړي.»

پوتین چين ته له سفر مخکې د چین دولتي خبري آژانس شينهوا ته ويلي ول: «دا زموږ د هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو بېساري لوړه سطحه ده چې زما دغه انتخاب ېې وټاکه چې زه به د ولسمشر کېدو وروسته د لومړني هېواد په توګه» چين ته سفر کوم.

js/sms/mks/nz (AFP, AP)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل